د ننګرهار والي د يو شمېر سوداګرو ترانسپورتي او ترانزيتي ستونزې د حل په موخه واورېدې.

0
170

د ننګرهار والي د يو شمېر سوداګرو ترانسپورتي او ترانزيتي ستونزې د حل په موخه واورېدې.

 

15 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند، چې پر مهال يې دفتر رئيس مولوي احمد حمزه هم حضور درلود د حاجي ګلمراد عرب په مشرۍ د يو شمېر سوداګرو د ترانسپورت او ترانزيټ اړوند ستونزې او غوښتنې واوريدې او د حل ډاډ يې ورکړ.

 

سوداګرو د نورو ستونزو شريکولو ترڅنګ وويل، چې تورخم ته نږدې يې تش کانتينرونه درول شوي، چې هره ورځ پرې کرايه راځي او بيا دغه پيسې د اجناسو په لګښت اچوي چې بازار ته جنسونه قيمته عرضه کيږي او غوښتنه يې وکړه ترڅو يې خالي کانتينرونو ته د ژر لېږد اجازه ورکړل شي.

اړوند موضوعات

ننګرهار ترانسپورټ ریاست وایي دغه ولایت کې د بار وړونکو موټرو لپاره په ۷۰۰ جریبه ځمکه تم ځای جوړ شو.

 

د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند يادو سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې ستونزه به يې مسئولينو سره شريکه کړي او لازم اجرات به تر سره شي.

Leave a reply