ننګرهار ترانسپورټ ریاست وایي دغه ولایت کې د بار وړونکو موټرو لپاره په ۷۰۰ جریبه ځمکه تم ځای جوړ شو.
ننګرهار ترانسپورټ ریاست وایي دغه ولایت کې د بار وړونکو موټرو لپاره په ۷۰۰ جریبه ځمکه تم ځای جوړ شو.
11 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ترانسپورټ رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مهمندرې ولسوالۍ تورخم د ښارګوټي ته نږدې په ډکې سيمه کې په ۷۰۰ جريبه دولتي ځمکه باندې د بار وړونکو موټرو لپاره تم ځای جوړ شو.
د ننګرهار ترانسپورټ رئیس مفتي محمد زمان مزمل وویل، چې له دې تم ځای څخه يې موخه په تورخم ښارګوټي کې د ګڼې ګونې او بې نظمۍ مخنيوی او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
مزمل وايي، چې په دې تم ځای کې به بار وړونکي موټر د لږ وخت لپاره درول کېږي او په نوبت به ورته د وتلو اجازه ورکول کېږي.
اړوند موضوعات
د یادونې وړ ده، چې دغه تم ځای ته د يو موټر چلوونکی په لومړي ځل د داخلېدو سره په نغدې جایزې ونازول شو.