د اداري کمیسیون غونډه کې د ترانسپورټ، ترمینلونو او تمځایونو په اړه هر اړخیز بحث ترسره او طرحې وړاندې شوې.

د اداري کمیسیون غونډه کې د ترانسپورټ، ترمینلونو او تمځایونو په اړه هر اړخیز بحث ترسره او طرحې وړاندې شوې.
6 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه تیره ورځ ترسره شوه.
په دې غونډه کې، په مرکز او ولايتونو کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د مسافرو او باروړونکو خصوصي شرکتونو استازو په حضور کې د ترانسپورټي شرکتونو او په ترمينلونو او تمځايونو کې د نقليه وسايطو طرحې په اړه هر اړخيز بحث وشو.
همداراز د يادو بنسټونو استازو خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.
اړوند موضوعات
خبر زیاتوي چې یاده غونډه کې د مدارسو د فارغانو د ظرفیت لوړونې په موخه د کورسونو د رامنځته کولو په اړه هم هر اړخیز بحث ترسره شو.
حماد شیرزاد






