د دیني مدارسو فارغانو د ظرفیت لوړونې لپاره د کورسونو د رامنځته کولو په اړه اداري کمیسیون کې هر اړخیز بحث ترسره شو.
د دیني مدارسو فارغانو د ظرفیت لوړونې لپاره د کورسونو د رامنځته کولو په اړه اداري کمیسیون کې هر اړخیز بحث ترسره شو.
6 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه نن ترسره شوه.
په دې غونډه کې، په مرکز او ولايتونو کې د ديني مدارسو د فارغانو ظرفيت لوړولو په موخه د روزنيزو کورسونو ترسره کولو په اړه هر اړخیز بحث وشو.
اداري کمیسیون پریکړه کړې چې اینده کې د دیني مدارسو د فارغانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه کورسونه پیل شي، تر څو دینی فارغان د خپلو دیني زده کړو سربیره په نورو بخشونو کې هم وړتیا پیدا کړي.
اړوند موضوعات
پکتيا کې د جهادي مدرسې “جامعه محمديه” څخه لسګونه علماء او خافظان فارغ شول.
یاده غونډه کې په مرکز او ولایتونو کې د ټرانسپورت او نقلیه وسایطو لپاره د ترمینلونو په اړه هم هر اړخیز بحث ترسره شو.
حمادشیرزاد