پکتيا کې د جهادي مدرسې “جامعه محمديه” څخه لسګونه علماء او خافظان فارغ شول.

0
62

پکتيا کې د جهادي مدرسې “جامعه محمديه” څخه لسګونه علماء او خافظان فارغ شول.

28 دسمبر 2022

پکتيا کې د جهادي مدرسې “جامعه محمديه” څخه ۸۰ تنه مولوي صاحبانو او قرآن حافظانو ته د دستار فضيلت پکړۍ ور وتړل شوې.

 

د دغو فارغینو حضراتو د فراغت په وياړ دپکتيا پۀ جهادي مدرسه«جامعه محمديه»کې يو پرتمینه جلسه تر سره شوه.

 

یاده جلسه کې د امرباالمعروف وزير، اوبو او بريښنا وزیر، کډوالو وزیر، د هیواد په سطحه لوی دیني عالم شیخ خلیفه دین محمد، دیني علماؤ، مسؤلینو، قومي سپین ږیرو، ځوانانو او عام ولس ګډون کړی وو.

 

پۀ ياده جلسه کې د پرانيستي او ښۀ راغلاست وينا پۀ ترڅ کې د دغې مدرسې مهتمم مولوي محمد افضل فضلي «وويل چې يادو کسانو ته د حفظ ترڅنګ د لويې او وړې دورې ديني زده کړو وروسته د دستار فضليت پګړۍ ور وتړل شوې او ټولنې ته د خدمت په موخه ور وپيژندل شول.

اړوند موضوعات

 

له کابل پوهنتون څخه شاوخوا څلور زره محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

د جلسې برخوالو ته د لوړ پوړو چارواکو لخوا پۀ هيواد کې د روان وضيعت او نورو مهمو موضوعاتو پۀ اړه هر اړخيزې ويناوي تر سره شوې، دوی ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ا‌.ا ټولو مسولينو او کشرانو مجاهدينو د هيواد د استقلال لپاره نه هېريدونکي قربانۍ ورکړې، اوس په پوره لېوالتيا سره د هيواد ساتلو او خدمت ته ژمن دي.

Leave a reply