له کابل پوهنتون څخه شاوخوا څلور زره محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

0
202

له کابل پوهنتون څخه شاوخوا څلور زره محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

12 دسمبر 2022

 

کابل پوهنتون وايي، چې څلور زره محصلین د لېسانس له څلور کلنې دورې وروسته فارغ شول او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

 

په کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړ شوي محفل کې د لوړو زده کړو وزارت معین صاحبانو، د کابل پوهنتون مشرتابه پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، استادانو، فارغو شویو محصلینو او د هغوی کورنیو کړی وو.

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه فارغو شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ، فارغ شوي د لوړو زده کړو دوام او د لا ډېر علم زده کړې ته وهڅول.

 

نوموړي د علم او فرهنګ او علماوو تاریخ ته په اشارې سره، فارغ شوي محصلین په خپلو اړوندو څانګو کې لا ډېرې مطالعې ته راوبلل.

اړوند موضوعات

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یو ځل بیا له هېواد څخه تللیو استادانو ته د راتګ بلنه ورکړې ده 

د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتو له مخې د یادو ۴ زره فارغ شویو زده‌کړیالانو له ډلې شاوخوا ۱۵۰۰ نجونې دي، چې په بېلابېلو څانګو کې يې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې دي.

Leave a reply