د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یو ځل بیا له هېواد څخه تللیو استادانو ته د راتګ بلنه ورکړې ده 

0
93

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یو ځل بیا له هېواد څخه تللیو استادانو ته د راتګ بلنه ورکړې ده 

نوموړي همدا راز د پنجشېر پوهنتون له محصلينو هم وغوښتل، چې له تعصبه لاس واخلي او له خپلو زده کړو څخه د هېواد د خدمت په موخه استفاده وکړي. هغه وويل، که د هېواد له پوهنتونونو څخه فارغ شوي محصلين په هېواد کې د کارکوونکو او متخصصينو د کمښت د ډکولو هڅه وکړي، نو هېواد به نور له بهر څخه با استعداده کسانو ته اړتيا ونه لري.

 

(2022 / 11 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د افغانستان د پوهنتونونو استادان چې له هېواده بهر تللي، بېرته دې راستانه شي.

ښاغلی ندیم وايي چې اوس په هېواد کې کومه ستونزه نشته. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه څرګندونې پنجشیر ولایت ته د خپل سفر پر مهال وکړې.

نوموړي همدا راز د پنجشېر پوهنتون له محصلينو هم وغوښتل، چې له تعصبه لاس واخلي او له خپلو زده کړو څخه د هېواد د خدمت په موخه استفاده وکړي.

اړوند موضوعات:

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نن ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له سفیر سره وکتل.

هغه وويل، که د هېواد له پوهنتونونو څخه فارغ شوي محصلين په هېواد کې د کارکوونکو او متخصصينو د کمښت د ډکولو هڅه وکړي، نو هېواد به نور له بهر څخه با استعداده کسانو ته اړتيا ونه لري.

Leave a reply