د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نن ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له سفیر سره وکتل.

0
104

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نن ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له سفیر سره وکتل.

10 نومبر 2022

 

د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شخ نداء محمد په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له سفیر سره وکتل.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ترکیې سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان له تعلیمي او تحصیلي سکټور سره د ترکیې له مرستو مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت او لوړو زده کړو وزارت د شرعیت په چوکاټ کې عصري زده کړو او د هېواد پرمختګ ته ژمن دی او د دې برخې د بډاینې لپاره هڅې کوي.

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر افغانستان او ترکیه له دیني او مذهبي اړخه دوست هېوادونه وبلل او د ترکیې له سفیر څخه یې وغوښتل چې له افغانستان سره په تحصیلي ډګر کې لا ډېره همکاري وکړي.

 

وروسته په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین آی په افغانستان کې د دغه هېواد د تعلیمي او تحصیلي فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د ترکیې او افغانستان د ملګرتیا مخینې ته په اشارې سره یې په تحصیلي برخه کې د لا ډېرو مرستو ژمنه وکړه.

اړوند موضوعات

کابل کې د ترکیې سفیر: په افغانستان کې د ښوونیز نظام لپاره خپلې همکارۍ جاري ساتو.

د یادولو وړ ده چې د دغې لیدنې پر مهال دواړو اړخونو د بورسونو پر څرنګوالی، انلاین زده کړو او پر دوه اړخیزو علمي او اکاډمیکو همکاریو خبرې وکړې.

Leave a reply