کابل کې د ترکیې سفیر: په افغانستان کې د ښوونیز نظام لپاره خپلې همکارۍ جاري ساتو.
کابل کې د ترکیې سفیر: په افغانستان کې د ښوونیز نظام لپاره خپلې همکارۍ جاري ساتو.
27 اکتوبر 2022
د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګیني تیره ورځ د پوهنې له وزیر سره ملاقات پر مهال په خپلو خبرو کې وویل، د ترکیې د معارف بنسټ په افغانستان کې ۴۷ بابه ښوونځي لري، چې(۶۸۰۰ ) تنه افغان زده کوونکي پکې په زده کړو او(۱۰۰۰) تنه افغان ښوونکي او خدماتي کارکوونکي پکې په تدریس او خدمت بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه، د ترکیې د معارف بنسټ چمتو دی چې هغه هوکړه لیک تعدیل کړي، چې په ۲۰۱۸م کال د ترکیې د معارف بنسټ او د کابل مخکنۍ ادارې ترمنځ لاسلیک شوی وو.
دنوموړي په وینا، مونږ په دې وروستیو کې د جوزجان، ننګرهار او هلمند په ولایتونو کې درې بابه نوي ښوونځي پرانیستل او په نږدې راتلونکې کې به د خوست، هلمند او جوزجان په ولایتونو کې درې بابه نور ښوونځي هم پرانیزو.
اړوند موضوعات
په افغانستان کې د ترکیې سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل.
همدا راز د پوهنې وزارت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر ښاغلي جهاد ارګیني او ورسره مل هیئت چې په ترکیب کې یې د افغانستان لپاره د ترکیې د معارف بنسټ مشر صالح ساغر او د سفارت ځیني مسئولین شامل وو، د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا سره وکتل