په افغانستان کې د ترکیې سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل.

0
78

په افغانستان کې د ترکیې سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل.

26 اکتوبر 2022

د پوهنې وزارت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر ښاغلي جهاد ارګیني او ورسره مل هیئت چې په ترکیب کې یې د افغانستان لپاره د ترکیې د معارف بنسټ مشر صالح ساغر او د سفارت ځیني مسئولین شامل وو، د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.

 

په یاده لیدنه کې لومړی د پوهنې وزیر ښاغلي جهاد ارګیني ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې ترکیه او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې دوست هیوادونه پاتې شویدي او یو له بل سره د زیاتو مشترکاتو درلودونکي دي.

نوموړي زیاته کړه، د پوهنې وزارت په افغانستان کې د ترکيې د معارف بنسټ د ښوونیزو فعالیتونو ستاینه او مننه کوي. د نوموړي په وینا، د یاد بنسټ تعلیمي خدمات خورا معیاري او د لوړ کیفیت درلودونکي دي.

 

ورپسې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګیني خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې وویل، د ترکیې د معارف بنسټ په افغانستان کې ۴۷ بابه ښوونځي لري، چې(۶۸۰۰ ) تنه افغان زده کوونکي پکې په زده کړو او(۱۰۰۰) تنه افغان ښوونکي او خدماتي کارکوونکي پکې په تدریس او خدمت بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه، د ترکیې د معارف بنسټ چمتو دی چې هغه هوکړه لیک تعدیل کړي، چې په ۲۰۱۸م کال د ترکیې د معارف بنسټ او د کابل مخکنۍ ادارې ترمنځ لاسلیک شوی وو.

اړوند موضوعات

د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل.

دنوموړي په وینا، مونږ په دې وروستیو کې د جوزجان، ننګرهار او هلمند په ولایتونو کې درې بابه نوي ښوونځي پرانیستل او په نږدې راتلونکې کې به د خوست، هلمند او جوزجان په ولایتونو کې درې بابه نور ښوونځي هم پرانیزو.

Leave a reply