د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل.

0
218

د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل.

26 اکتوبر 2022

د پوهنې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د افغانستان لپاره د یو نسیف مسئول محمد ایویا د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.

 

په یاده لیدنه کې لومړی د پوهنې وزیر ، ښاغلي محمد ایویا ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې یونسیف له اویا کلونو راهیسې په افغانستان کې د پوهنې، روغتیا او ځینو نورو ډګرونو کې خدمات ترسره کوي، چې د پوهنې وزارت په استازیتوب یې مونږ مننه او ستاینه کوو.

 

نوموړي زیاته کړه، چې د یونسیف ټول خدمات په تیره بیا د سیمه ییزه درسي ټولګیو(CBE) جوړول یو د ستاینې او مننې وړ اقدام او نوښت دی.

 

د ښاغلي وزیر په وینا: د یونسیف او نورو خیریه بنسټونو خدمات باید هېڅکله د سیاسي تعاملاتو تر اغیزې لاندې را نه شي.

ورپسې د یونسیف مسئول محمد ایویا خبرې وکړې او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې وویل، چې د یونسیف خدمات په بشپړه توګه خیریه او بشري جنبه لري او هیڅ سیاسي اړخ نه لري.

اړوند موضوعات

د ملګري ملتونو څخه په ا.ا. افغانستان د نجونو ښوونځي د پرانستلو لپاره زور، ا.ا نوې د پوهنې وزیر ټاکلې دې

 

نوموړي د خپلو خبر پر مهال زیاته کړه: له افغانستان سره د یونسیف مرستې به دوامداره، او غیر مشروطې وي او سیاسي تعاملات به هېڅکله د یادو مرستو په کیفیت او کمیت تاثیر ونه لري.

Leave a reply