د ملګري ملتونو څخه په ا.ا. افغانستان د نجونو ښوونځي د پرانستلو لپاره زور، ا.ا نوې د پوهنې وزیر ټاکلې دې

0
47

باغی ټي وي رپورټ
د طالبانو حکومت د افغانستان د پوهنې نوی وزیر ټاکلی دی.

د راپورونو له مخې د کندهار د ولایتي شورا اوسنی رییس حبیب الله اغا د نورالله منیر پر ځای د افغانستان د پوهنې د نوي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو دغه پرېکړه څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې ملګرو ملتونو له طالبانو وغوښتل چې په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ د پوهنې د نوي وزیر د ټاکلو اعلان وکړ.
و کال وړاندې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو راهیسې، طالبانو د ژمنو خلاف، د نجونو زده کړه محدوده کړې ده. ملګري ملتونه اټکل کوي چې په تېر کال کې تر یو میلیون ډېرې نجونې منځني او لېسو ته له تلو منع شوې دي.
له بلې خوا طالبان وايي، چې د نجونو لپاره د منځني ښوونځي د پرانستلو په پلان کار کوي، خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې دا کار به په څومره وخت کښې بشپړ شي.
نور خبرونه

د فاریاب سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت ۳۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي

سمنګانی: دوستم د نړۍوالو لۀ مرستې پرته خپل کور کې ژوند نشي کولی 

 د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کرکټ ملي لوبډلې لۀ لوبغاړو سره کتلي دي 

Leave a reply