سمنګانی: دوستم د نړۍوالو لۀ مرستې پرته خپل کور کې ژوند نشي کولی 

0
49

سمنګانی: دوستم د نړۍوالو لۀ مرستې پرته خپل کور کې ژوند نشي کولی 

د ا.ا پر وړاندې د جګړې په اړه د مارشال عبدالرشید دوستم د سختو څرګندونو په غبرګون کې د ا.ا د حکومت د رسنیو د مرکز مشر په یوه ټوېټ کې لیکلي چې ښاغلی دوستم د بهرنیانو له شتون پرته په خپل هېواد او کور کې ژوند نه شي کولای.

 

(2022 / 9 /  22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا پر وړاندې د جګړې په اړه د مارشال عبدالرشید دوستم د سختو څرګندونو په غبرګون کې د ا.ا د حکومت د رسنیو د مرکز مشر په یوه ټوېټ کې لیکلي چې ښاغلی دوستم د بهرنیانو له شتون پرته په خپل هېواد او کور کې ژوند نه شي کولای.

انعام الله سمنګاني تېره شپه په یوه ټویټ کې لیکلي: «د نړۍ یوازینی مارشال چې د بهرنیانو له مرستې پرته په خپل هېواد او کور کې ژوند نه شي کولای. مارشال چې کله بهرنیان راشي خپل هیواد ته راشي او کله چې بهرنیان لاړشي وتښتي، مارشال چې د څلویښتو هیوادونو تر بیرغ لاندې جنګیږي او خپل خلک په بهرنیانو خرڅوي. واه، موږ اتلان لرو.”

مارشال دوستم د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د مړینې د تلین په مناسبت د خپلې وینا په یوه برخه کې خبرداری ورکړ چې یو ځل بیا به افغانستان ته راشي او د پخوا په څېر به ط’البان وځپي.

Leave a reply