د فاریاب سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت ۳۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي

0
46

د فاریاب سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت ۳۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي

سرچينه زياتوي، چې د فارياب د سيمه ييزې ادارې مسوولينو د يوې غونډې په ترڅ کې له دندو ګوښه شوي ټول کارکوونکي رخصت کړل. په هغه مکتوب کې چې په دې اړه خپور شوی، ویل شوي چې د دغو مامورینو بستونه کم شوي او د ۱۴۰۱ تنو له بستونو څخه پاتې دي.

(2022 / 9 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یوې سیمه ییزې رسنۍ ویلي، چې په فاریاب کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت ۳۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کارکوونکي د جمهوري رياست په دوره کې په دندو ګومارل شوي ؤ او پرون په فارياب کې د اسلامي امارت د مسوولينو له خوا له دندو ګوښه شول.

په ګوښه شویو کسانو کې د مطبوعاتو مدیر، مالي او اداري مدیر، د بېلابېلو څانګو کار پوهان او څلور ښځې شاملې دي.

Leave a reply