د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کرکټ ملي لوبډلې لۀ لوبغاړو سره کتلي دي 

0
44

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کرکټ ملي لوبډلې لۀ لوبغاړو سره کتلي دي 

په دې ټورنمنټ کې افغانستان په لومړي پړاو کې په خپل ګروپ کې دویمه لوبه هم وګټله او د سر څلورو لوبډلو ته یې لار وموندله. خو د لوبو په دوهم پړاو کې دوی په دې پړاو کې خپلې ټولې درې لوبې د سریلانکا، هند او پاکستان پر وړاندې بایللې او وروستۍ لوبې ته یې لاره پیدا نه کړه.

(2022 / 9 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له غړو سره کتلي دي.

حقاني په دې کتنه کې چې پرون د سلواغې په ٣٠مه په کابل کې جوړه شوې وه، د ملي لوبډلې د لوبغاړو لاسته راوړنې وستايلې.

سراج الدین حقاني د ملي لوبډلې له ټولو لوبغاړو وغوښتل، چې د ښې لوبې تر څنګ په خپلو ټولو کارونو کې د یوه مسلمان هېواد غوره انځور وښيي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړ، او ونشو کولای چې وروستۍ لوبې ته ځان ورسوي.

اړوند موضوعات:

 د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د آسیا جام سیالیو کې نن لۀ بنګلدیش سره مخ کېږي 

Leave a reply