د افغانستان اسلامی امارت هند حکومت ته خط لیږلې دې

0
220

باغي ټي وي رپورټ
ا فغانستان اسلامی امارت د هند حکومت ته د افغانستان لپاره د الوتکو پروازونه پیل کولو لپاره د هند هیواد د هوابازۍ محکمې ته یو خط لیږلې دې چې پکښې لیکل شوي چې هند دې افغانستان لپاره پروازونه پیل کړي.

ددې خط تصدیق هندي محکمې کړې دې، په خط کښې طالبانو ویلي دي چې هند دې د کام اییر او د افغانستان سرکاري الوتکې پرواز آریانا اییر لانیز پروازونه د دهلي او کابل ترمینځ د بیا پیل کولو اجازت ورکړي.
ددې خط په ځواب کښې هند محکمې ویلي دې چې ددې پروازونو پریکړه به ددې هیواد د هوابازۍ اداره وکړي نو بیا به د دهلي او کابل ترمینځ د پروازونه پیل شي. یاده دې وی چې کله نه چې په افغانستان کښې د اسلام امارت کنټرول لاس ته راغې د هغې ورځ نه د هند په افغانستان کښې سفارت تړلې دې او خپله ټوله عمله ی هم ددې هیواد نه واپس هند ته بوتللې ده.

Leave a reply