سعودي عرب پاکستان ته ۳.۶ اربه ډالر ورکوي

0
70

باغي ټي وي رپورټ
د سعودي عرب حکومت به په راروان دوه کاله کښې حکومت پاکستان د تیل اخستو لپاره ۳.۶ ارب ډالر ورکړي، د پاکستان وزیرخزانه شوکت ترین وایی چې د تیل اخستو لپاره د سعودي عرب سره معاهده شوې دي.

وزیر خزانه وایی چې د سعودي حکومت سره د ۳ اربه او ۶۰ کروړه ډالر معاهده شوې ده، پاکستان ته به دا روپۍ په دوه کاله کښې ورکړې شي او په دې روپو به پاکستان وکولې شي چې د هر ملک نه اوغواړي تیل واخستې شي، د تیلو نه علاوه به په دې بل کوم څیزنه شي اخستلې.
سعودي عرب پاکستان ته ددې روپو ورکول باور ورکړې چې د میاشتې به پاکستان ته ۱۵ کروړه ډالر ورکړل کیږي.

Leave a reply