د پاکستان امن مشن یو اهلکار په کانګو کښې شهید شوې، ترهګرو په کانګو کښې د ملګري ملتونو د امن په مشن برید کښې د پیښه مخې ته راغلې

باغی ټي وي رپورټ
په کانګو کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتي ماموریت کې د پاکستان د پوځ حوالدار بابر صدیق په ډزو وژل شوی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې (آی ایس پي آر) له مخې، شهید حوالدار بابر صادق په کانګو کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتي ماموریت کې په دنده بوخت وو.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د ستمبر په 30مه نيټه 6 وسله والو د ملګرو ملتونو امن مشن باندي حمله کړي وه او چيک پوسټ باندي ډزي کړي وو چي له وجي حوالدار بابر په سر لګيدلي وو او هغه شهيد شوي وو۔
د آئي ايس پي آر ترمخه حوالدار بابر صديق په انټري پوائنټ کښې د ګارډ کمانډر فرائض سرته رسولو او 35 کلن حوالدار بابر صديق د شکرګړهه اوسېدونکی وو۔






