اسلامي امارت هیواد کې وروستي بریدونه د افغانانو د دښمنانو دسیسه بللې.

0
209

اسلامي امارت هیواد کې وروستي بریدونه د افغانانو د دښمنانو دسیسه بللې.

1 اکتوبر 2022

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت هېواد کې پر جوماتو، ښوونیزو مرکزونو او عامه ځايونو وروستي بریدونه د افغانانو د دښمنانو یوه دسیسه بللې ده.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اسلامي امارت د افغان ولس پر قومي او مذهبي وېش باور نه‌ لري او دغه راز یې ټولو بهرنيو اړخونو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان د کورنیو مسایلو په تړاو له غیرمسوولانه څرګندونو څخه ډډه وکړي.

بهرنیو چارو وزارت د تیرې ورځې برید غندلی او د یاد برید له قربانیانو سره یې خپله غمشریکي کړې.

اړوند موضوعات

ا.ا کابل کې پر یوۀ ښوونیز مرکز برید غندلی دی   

 

یاد وزارت پخپله اعلامیه کې زیاته کړی.
زموږ علماء او ولس د فرقه يي بېلتون اچوونکو کړيو د ناکامو هڅو په اړه ويښ دي او هيڅ جهت ته به اجازه ورنه کړي چي ترمنځ يي مذهبي ، قومي ، ژبني او سمتي تفرقې او تعصبونه ايجاد کړي . په داسې حال کې چې خپلو ټولو هیوادوالو ته د پرونۍ او نورو ورته پېښو د مرتکبینو د پيدا کولو او د قانون منګولو ته د سپارلو د لا زيات کوښښ وعده ورکوو ، ټولو بهرنیو اړخونو ته د افغانستان د کورنيو مسائلو په اړه له خواخوږۍ هاخوا له غيرمسؤولانه څرګندونو څخه د ډډې کولو جدي سپارښتنه کوو، هر څوک چي په افغانستان کې ملي نفاق ته لمن وهي ، هغوى زموږ له متحد ملت سره جفا او له اخلاقي پولو تېری کوي او د خپلو نامشروع ګټو لپاره ناکامې هڅې کوي.

یاد وزارت پخپله

Leave a reply