زهرا ارشادي: اسلامي امارت باید ډاډ ورکړي،چې افغانستان به د ترهګرو پر پټنځای نه بدلیږي.

0
319

زهرا ارشادي: اسلامي امارت باید ډاډ ورکړي،چې افغانستان به د ترهګرو پر پټنځای نه بدلیږي.

1 اکتوبر 2022

امنیت شورا کې د ایران استازې زهرا ارشادي د خبرو پر مهال ویلي، د اسلامي امارت مسوولیت دی، چې دا ډاډ ورکړي، چی افغانستان به د ترهګرو پر پټنځای نه بدلیږي.

 

ارشادي زیاته کړې:« د افغانستان حکومت باید د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن پاتې شي او د دې ډاډ ورکړي، چې افغانستان کې میشت سفارتونه او کونسلګرۍ او د هغوی پرسونل له بریدونو خوندي پاتې کیږي. افغانستان باید یو ځل بیا د داعش او القاعده ډلو په څېر د ترهګرو پر پټن ځای بدل نه شي.»

زهرا ارشادي د اسلامي امارت د اوسني حکومت پر چوکاټ نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې یوازې ټول شموله حکومت کولی شي، د ټولو افغانانو حقونه تامین کړي.

هغې زیاته کړې:« د افغانستان حکومت دې د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه خپل فرض ادا کړي او یو ټول شموله حکومت دې جوړ کړي،چې د افغان ټولنې د ټولو قشرونه استازولي وکولی شي. یوازې د ټولو خلکو په استازیتوب حکومت کولی شي،د خلکو حقونه تامین کړي.»

دغه راز ارشادي ټینګار کړی دی،چې پر افغانستان لګیدلي بندیزونه دې یوازې د  اشخاصو او حکومتي چارواکو تر بریده وي او پر عامو افغانانو باید اغیز ونه کړي.

اړوند موضوعات

 ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د افغانستان پۀ شمول ۴۲ هېوادونو کې بشري مدافعین ګواښل شوي دي 

هغه زیاتوي:« د افغانستان کنګل شوې پانګه باید سیاسي نه شي او له کم شرط پرته آزاده شي. بشري مرستې په اوس کې د افغانستان لپاره اړینې دي،خو دا د ستونزې دایمي حل نه دی او اړتیا ده،چې د دوامداره اقتصادي ودې لپاره کار وشي.»

Leave a reply