ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د افغانستان پۀ شمول ۴۲ هېوادونو کې بشري مدافعین ګواښل شوي دي 

0
176

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د افغانستان پۀ شمول ۴۲ هېوادونو کې بشري مدافعین ګواښل شوي دي 

د هغو ۴۲ هېوادونو په لېست کې چې له بشري حقونو سرغړونې کوي، افغانستان، ایران، هند، سعودي عربستان، چین، برازیل، روسیه او وینزویلا هم لیدل کېږي. افغانستان هم د ط’البانو تر واکمنۍ وروسته د نړیوالو مرستندویه کارکوونکو لپاره د وژونکو هیوادونو په لست کې پیژندل شوی دی.

(2022 / 9 / 30    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې په ۴۲ هېوادونو کې د بشري حقونو مدافعین ګواښل شوي یا مطلوب دي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کلني راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ د ثور په اوومه خپور شو، ویل شوي چې د دا ډول ګواښونو ډېری قربانیان خبریالان، حقوقپوهان او د بشري حقونو مدافعین دي.

په دې ګواښونو کې دولتي او غیر دولتي کړنې شاملې دي چې په کې توقیف، د قوانینو سختول، ډارول، د تاوتریخوالي او زور کارول شامل دي.

د انتونیو ګوټریس کلنی راپور د می 1 ، 2021 څخه تر اپریل 30 ، 2022 پورې پوښي. “موږ پوهیږو چې د غچ اخیستنې ډیری قضیې راپور نه ورکول کیږي ،” د بشري حقونو لپاره د انتونیو ګوتریش مرستیال ، ایلس برانډز کیهریس وویل.

د دغه راپور پر بنسټ، پر خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو سربېره د سیمه ییزو وګړو، قومي، ژبني، مذهبي او جنسي لږکیو استازي هم له تبعیض سره مخ شوي دي.

Leave a reply