ا.ا کابل کې پر یوۀ ښوونیز مرکز برید غندلی دی
ا.ا کابل کې پر یوۀ ښوونیز مرکز برید غندلی دی
د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې د دې پیښې د عاملینو د موندلو او مجازاتو لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.
د دې تر څنګ دغه برید د افغانستان لپاره د امریکا ټاکل شوې سفیري، ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو اشخاصو غندلی او دغه برید یې پر انسانیت برید ګڼلی دی.
(2022 / 9 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسلامي امارت د کابل په لویدیځ کې د «کاج» په تعلیمي مرکز برید په کلکه وغانده د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د کابل په دیارلسمه حوزه کې پر یوه ښوونیز مرکز (کاج کورس) نننی برید یو ستر وحشت بولي او په کلکه یې غندي.د قربانیانو له کورنیو سره خپل ژور احساسات او غم شریکوي.»
د اسلامي امارت ویاند ویلي دي چې د دې پیښې د عاملینو د موندلو او مجازاتو لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.
اړوند موضوعات:
کابل کې د وروستي برید جزیات؛ ۱۹ وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي
د دې تر څنګ دغه برید د افغانستان لپاره د امریکا ټاکل شوې سفیري، ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو اشخاصو غندلی او دغه برید یې پر انسانیت برید ګڼلی دی.