کابل کې د وروستي برید جزیات؛ ۱۹ وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي

0
86

کابل کې د وروستي برید جزیات؛ ۱۹ وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي 

د کابل غرب (برچی) پر ښوونیزو مرکزونو تر دې وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي ؤ، چې ځايي اوسېدونکو د ښوونیزو مرکزونو د امنیت خوندیتوب غوښتنه کړې وه، مسؤلینو ورته د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړی ؤ؛ خو سره لة هغې بیا هم دغه ډړل برید ترسره کیږي.

(2022 / 9 / 30    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کابل په “کاج” ښوونیز مرکز برید. د ۱۹ مړو او ۲۹ ټپیانو تایید شوی دی. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د لومړنیو موندنو له مخې د کابل په لویدیځ کې د “کاج” پر تعلیمي مرکز د نن ورځې په برید کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، دغه زده کوونکي د کانکور ازموینې لپاره دغه مرکز ته راغلي وو. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

Leave a reply