د مصر صدر ، شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې کړي، پاکستان سره ی د همکارۍ ژمنه کړې ده

0
19

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف ته د مصر صدر عبدالفتاح السيسي ټيليفون کړي او دواړو مشرانو په مختلفو شعبو کښې د همکارۍ په پراختيا هم اتفاق کړې دې۔

د مصر صدر عبدالفتاح السيسي سره د ټيلي فوني خبرو په مهال وزيراعظم د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د مصري اولس او اولس مننه وكړه او د دواړو مشرانو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په پراختيا هم اتفاق وشو۔
د نهې په ورځ د چين د سفير په مشرۍ كښې د چين درې ګورجز پلاوي وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وكړو او د سېلاب ریلیف فنډ لپاره يې د 650,000 ډالرو مرسته نغده مرسته وکړه او چیک ی وزیراعظم شهباز شریف ته وسپارلو.
دا خبره مهمه ده چې د پاکستان سیلاب ځپلو سره امریکا، اروپایی هیوادونو، منځني آسیا، چین ،استرالیا او یو شمیر نورو هیوادونو په لکونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده او ددوی مرستې پاکستان ته رارسیدلې دي، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف، وزیرخارجه بلاول بهټو زرداري ددې هیوادونو څخه ځانګړې مننه کړي چې په دې سخت وخت کښې پاکستان سره مدد اعلان کړې دې.

نور خبرونه

د دفعه ۱۴۴ سرغړونه، د ۵۰۰۰ زره روپیو د ضمانت په بدله کښې د عمران خان ضمانت منظور کړې شوې دې

حبیب بانک د ترهګرو د مالي مدد د امرکایی قاضي تورونه رد کړي دي

د اسلام آباد څخه تعلق لرونکې یو تیز توپ اچوونکې د زړه ناروغې له امله په حق رسیدلې دې

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې چاودنه شوې ده، لومړي معلومات وایی جې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي

Leave a reply