د دفعه ۱۴۴ سرغړونه، د ۵۰۰۰ زره روپیو د ضمانت په بدله کښې د عمران خان ضمانت منظور کړې شوې دې

0
241

باغی ټي وي رپورټ
د دفعه 144 خلاف ورزي په مقدمه کې د تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان ضمانت منظور کړی شو.

د دفعه 144 مقدمه کې عمران خان د ضمانت لپاره د ایڈیشنل سیشن جج ظفر اقبال په عدالت کې حاضر شو.

د ايډيشنل سيشن جج ظفر اقبال په خپل وخت عدالت ته په راتلو د بابر اعوان ستاينه وکړه او ويې ويل چې په خپل وخت راتلل ښه خبره ده، ځوانانو ته دې هم دغه پيغام ورکړل شي.
د قاضي د څرګندونو په اړه بابر اعوان خپلو وکيلانو ته پيغام ورکړ او ويې ويل، ځوانانو غوږ اونیسې ،واورې، د وخت پابند اوسئ.

ايډيشنل سيشن جج د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د پنځه زره روپو په ضمانت ضمانت منظور کړے دے۔

ياده دي وي چي عدالت تيري سماعت باندي د پي ټي آئي مشرانو په وخت نه حاضريدو باندي د غوصې څرګندونه کړي وه.
…………………….
نور خبرونه

حبیب بانک د ترهګرو د مالي مدد د امرکایی قاضي تورونه رد کړي دي

عمران خان د ښځینه قاضڼې څخه د بخښنې غوښتلو لپاره د هغې عدالت ته تللې دې

که په سنیارټي د فوځ سرلښکر وټاکل شی نو دا به په ملک بده اغیزه وکړي: پخوانۍ وزیراعظم، شاهد خاقان عباسي

Leave a reply