عمران خان د نیولو وارنټ ختمولو لپاره عدالت کښې غوښتنلیک جمع کړې دې

0
114

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان لخوا د ګرفتارۍ وارنټ منسوخولو لپاره درخواست جمع کړے شوے دے۔
و اوس داسې راپورونه دي چې د اسلام اباد های کورټ نن په رخصتۍ هم پرانستل شوی او د های کورټ د ډایریکټر برانچ کارکوونکي محکمې ته رسېدلي دي.

د ډايري برانچ اسسټنټ رجسټرار اسد خان هائي کورټ ته رسيدلي او ذرائع وائي چي عمران خان د ګرفتاري نه مخکي ضمانت درخواست جمع کړے دے۔

عمران خان د ډاکټر بابر اعوان په ذريعه اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست دائر کړے دے۔

تيره ورځ زنانه جج ته د ګواښ کولو په کيس کښې د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړے شوے وو چې سمدلاسه ئي د پي ټي آئي کارکنانو د ملک مختلفو ښارونو کښې احتجاجونه کړي وو.
په احتجاجونو کښې د پارټۍ مشرانو عمران خان حکومت لپاره سره کرښه بللې وه او حکومت ته ی په ډاګه کړې وه او سپارښتنه ی کړې وه چې د عمران خان له نیولو څخه دې حکومت ډډوکړي.
………………………….
نور خبرونه

د پي ټي آیی مشرې شیرین مزاري د سپکاوي او شرم وړ ګام ، شیرین مزار د مریم نواز ایډیټ شوې د سپکاوی انځور شریک کړې، بیا ډیلیټ کړې

یک محکمه پاکستانی حکم بازداشت عمران خان را صادر کرده است   

اسد عمر حکومت ته خبردارۍ ورکړې دې چې د عمران خان د نیولو دې ډډه وکړي

د سندهه صوبې په ګنړو سیمو کښې د سیلاب اوبو ویستلو انتظام نه دې شوې، په دې سیمو کښې ناروغۍ خپریږي

Leave a reply