د پي ټي آیی مشرې شیرین مزاري د سپکاوي او شرم وړ ګام ، شیرین مزار د مریم نواز ایډیټ شوې د سپکاوی انځور شریک کړې، بیا ډیلیټ کړې

0
94

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشرې شیرین مزاري د شرم وړ ګام پورته کړی او د مسلم لیګ (ن) مرستیالې ته د سپکاوي لپاره یې په خپل سوشل میډیا د مریم نواز یو ایډیټ شوی تصویر شریک کړی دی.

د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ جاري کېدو وروستو شبلي فراز په ټويټر ليکلي وو چې عمران خان دا مهال خپل سپي ته خوراک ورکوي او ورسره د عمران خان يو تصوير هم شته.
خو شېرين مزاري د شبلي فراز ټويټ هم شريک کړ او د مريم نواز د طنز کولو لپاره يې يو په زړه پورې انځور هم خپور کړ او ليکلي يې وو چې کله تاسو د وېرې بُت مات کړئ، حکومت او د هغه ګوډاګيان بريالي نه شي، مريم بايد ژړا بنده کړي.
شېرين مزاري څه موده وروسته خپل ټويټ حذف کړ او په نوي ټويټ کې يې وليکل چې له مريم نواز څخه د ناسم انځور په خپرولو بخښنه غواړي خو دا يې هم ويلي چې پر خپل تبصره ولاړه ده.
………………………

Leave a reply