د چین په ضد یو بل بلاک جوړ شو، امریکا ،استرالیا او د جاپان مشرانو پریکړه کړې چې د چین په ضد به په شریکه کار وکړي

باغی ټي وي رپورټ
امریکا، اسټرالیا او جاپان پریکړه وکړه چې د چین پر ضد په ګډه کار وکړي.
د بهرنيو خبري اژانسونو د راپور له مخې د درې واړو هېوادونو د دفاع وزيرانو د پوځي همکاريو پر لا پراختيا موافقه کړې ده.
د امريکا د دفاع وزير لويد آسټن وايي، چين د تايوان په تنګي او سيمه کې د چين د مخ په زياتېدونکي جارحانه چلند په اړه اندېښمن دی.
د استرالیا د دفاع وزیر هون ریچارډ مارلیس وايي زموږ علاقه په سیمه کې د نړیوالو قوانینو په ساتلو کې ده، چين غواړي نړۍ ته داسې بڼه ورکړي چې مخکې يې نه وي ليدلي.
…………………….






