د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس د پاکستان آیین آرټیکل ۶۲ ون ایف یو ډیر سخت قانون بللې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان چيف جسټس د آرټيکل 621F د ټول عمر لپاره نااهله کول يو سخت قانون وباله.
د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ درې کسيزه بنچ د پي ټي آئي د مشر فيصل واډاکي د تاحيات نااهلي خلاف درخواست اورېدنه وکړه.
د اوريدنې په مهال چيف جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې دعمري نااهلي کولو آرټيکل 62 يو سخت قانون دى، مونږ به موجوده کېس په غور سره واورو، مقدمه به په تفصيل سره اورو.
وکيل وسيم سجاد عدالت ته وويل چې فيصل واوډا د ٢٠١٨م کال په انتخاباتو کې برخه اخستې وه اؤ دوه کاله وروستو دهغه دنااهليۍ درخواست په هاي کورټ کې په جعلي حلف نامې جمع کړل شوى ؤ.
په دې اړه چيف جسټس وويل چې اليکشن کميشن ته دا اختيار دى چې دغلط حلفه ګانو پلټنې وکړي، که سپريم کورټ د اليکشن کميشن د عمري دورې نااهلي کولو حکم هم کالعدم کړي نو حقيقت به همداسې پاتې وي، په دې مقدمه کې پوښتنه دا ده چې آيا؟ د ټاکنو کمیسیون کولی شي د ټول عمر لپاره نا اهله اعلان کړي او که نه.
وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه د اکتوبر تر شپږمې نېټې وځنډوله.
نور خبرونه
پیښور کښې د ترهګرو او امنیتي ځواک ترمینځ نښته شوې، ۴ څلور ترهګر اووژل شول
پاکستان او انګلینډ کرکټ لوبې روسته قذافي سټیډیم کښې دوه وسلی لرونکي نیول شوي دي
د پاکستان برج فیډریشن ټاکنې کیږي، د بورډ آف ډایریکټر لپاره د ټاکنو مراسله جاري شوې ده
پنجاب کښې د اولس لپاره وزیراعظم د ۱۰۰ ملیارده روپو احساس راشن پروګرام پرانسته وکړه