پیښور کښې د ترهګرو او امنیتي ځواک ترمینځ نښته شوې، ۴ څلور ترهګر اووژل شول

0
96

باغی ټي وي رپورټ
دپيښور په متني سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ پوليسو ترمينځ نښته کې څلور تندلاري وژل شوي اؤ د ډزو په تبادله کې يو تن وژل شوى اؤ څلور امنيتي عسکر ژوبل شوي دي.

دپوليسو ترمخه دپيښور سره نزدې دمتني په شيره کيره کلي کې دټي ټي پي کمانډر عبدالرحيم اؤ نورو ملګرو پيښور ته دراتلونکو امنيتي ځواکونو په گاډي ډزې کړي دي.

د تفصيلاتو ترمخه د پيښور په متني سيمه کښې ترهګرو په سکيورټي فورسز حمله کړې ده چې پکښې څلور اهلکار ژوبل شوي او يو لاروي وژلې شوې دې۔
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د نښتې په ترڅ کې یو تن مسافر هم په ډزو وژل شوی دی.
د ډزو د اطلاع سره سم د پوليس په گڼ شمير کې هم موقعې ته رسيدلي او د ترهگرو سره د ډزو تبادله شوې چې پکې 4 تندلاري وژل شوي او څلور امنيتي سرتيري ژوبل شوي او يو تن هم پکې وژل شوى دى.
د پوليسو دڅرګندونو له مخې په دغو عملياتو کې يو ترهګر ژوندى نيول شوى دى .
دا خبره د یادونې ده چې د خيبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو او ورسره په قبایلي سیمو کښې ترهګریز بریدونه او هدفي وژنې یو ځل بیا مخ په زیاتیدو دې، یو شمیر ځایی مشران ، سرکاري اهلکار په نخه شوي دي ، ژوبل او وژل شوي دي چې خلک ی سخت اندیښمن کړی دی.
……………………………………………………
نور خبرونه

پاکستان او انګلینډ کرکټ لوبې روسته قذافي سټیډیم کښې دوه وسلی لرونکي نیول شوي دي

د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې معامله پارلیمان ته رسیدلې

د عمران خان ملکي ادارو په ضد کمپاین، وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان دې کار سختو ټکو کښې غندنه کړې ده

د پاکستان برج فیډریشن ټاکنې کیږي، د بورډ آف ډایریکټر لپاره د ټاکنو مراسله جاري شوې ده

دا وخت د دریم نړیوال جنګ پیل کولو وخت نه دې ، باید دا وخت د کورونا او اقلیمی بدلون د بحران سره په شریکه مبارزه وشي: بلاول بهټو زرداري

پنجاب کښې د اولس لپاره وزیراعظم د ۱۰۰ ملیارده روپو احساس راشن پروګرام پرانسته وکړه

Leave a reply