د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې معامله پارلیمان ته رسیدلې

0
57

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې وروستۍ کارکردګۍ ولسي جرګې ته رسېدلې ده.

د پاکستان تحریک انصاف سنېټر فیصل جاوید د پاکستان د کرکټ ټیم د کارکردګۍ مسله په سېنېټ کې پورته کړه.
سناتور فیصل جاوید وویل د پاکستان د کرکټ ټیم وروستۍ کارکردګي ډیره مایوسه ده، داسې شکایتونه شته چې د کرکټ ټیم په انتخاب کې میرټ ته سپکاوی شوی دی.

سناتور فیصل جاوېد وویل چې راتلونکی ورلډکپ راروان دی او ټیم په تېرو کې څو سیریزونه بایللي دي، دا مسله دې د بحث او بیا کتنې لپاره کمېټۍ ته ولېږل شي.
د سېنېټ مرستيال چيئرمېن دا معامله اړونده كمېټۍ ته لېږلو هدايات وكړل۔

د يادونې وړ ده، چې پرون د لاهور په قذافي سټيډيم کې د ۷ شل اوريزو لوبو لړۍ وروستۍ او فيصله کوونکې لوبه کې انګلستان پاکستان ته په اسانۍ سره په ۶۷ منډو ماتې ورکولو سره دغه لړۍ ۳-۴ سره وګټله.
نور خبرونه

آیی سي سی د نن ۱ اکتوبر څخه د کرکټ لوبې نوې قانون عملي کړې دې

اندونیزیا کښې د فټ بال د لوبډلو د مخالفینو او پلویانو ترمینځ نخښته، ۱۲۵ کسان وژل شوي دي

Leave a reply