اندونیزیا کښې د فټ بال د لوبډلو د مخالفینو او پلویانو ترمینځ نخښته، ۱۲۵ کسان وژل شوي دي

0
39

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر فهیم اشرف په لندن کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) له مشر نواز شریف سره لیدلي دي.

په دې کتنه کې پخواني لومړي وزیر له فهیم اشرف سره د کرکټ په اړه خبرې وکړې.

فهیم اشرف دا مهال د کاونټي کرکټ لوبولو لپاره په لندن کې دی، د سسیکس کاونټي کلب فهیم اشرف د ۲۰۲۲ کال د پاتې کاونټي سیزن لپاره لاسلیک کړی دی.

په دې اړه آل راونډر وايي هڅه به وکړم چې د سسیکس لپاره سل فیصده پرفارمنس ورکړم، هیله لرم چې لوبډله به زما له کارکردګۍ څخه خوند واخلي.

باید و ویل شي، چې فهیم اشرف د پاکستان لپاره ۱۴ ټیسټ، ۳۱ یو ورځنۍ او ۴۲ شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

Leave a reply