د یو شخصیت د ذاتي ګټو لپاره ددې هیواد پولیس کارول کیږي ، د اجازت بغیر د بنی ګاله امنیت لپاره د نورو صوبو پولیس د ګمارلو تیاري روانه ده

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد په حدودو کې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د پوليسو ځای په ځای کولو پلان جوړ شوی دی، د باخبره سرچينو له مخې داسې خبرونه ورکول کېږي چې د دواړو صوبو د پوليسو ځينې خاص سکواډونه په بني ګاله کې د ځای پر ځای کېدو لپاره تياري نيسي، چې په ترڅ کې يې ۱۲ تنه شتون لري. په بني ګاله کې دپوليسو ترمخه هم داخبره ښکاره شوې ده چې داسلام اباد دپوليسو څخه نه يواځې دا چې په دغه معامله کې دخبرو کولو اجازه هم نۀ ده اخستې شوې، بلکې دا هم وئيل شوي دي چې دغه سياسي لوبه د ادارو ترمينځ داختلاف سبب کيدى شي.
د سرچینو مطابق دا لوبه یوازې د سیاسي شخصیت د شخصي ګټو لپاره جوړه شوې ده. له کله راهیسې چې د تحریک انصاف مشر عمران خان پخوانی لومړی وزیر شو، په دوامداره توګه پر ادارو نیوکې کوي او په سرکاري ادارو نیوکې کوي او ګواښونه هم ورته کوي.
د تحریک انصاف نور مشران هم د عمران خان له تګلارې وروسته ادارو ته ګواښونه کوي، د تحریک انصاف په سوشل میډیا فعالان هم پرله پسې پر ادارو نیوکې کوي، د اساسي قانون پر سر چې د عدم اعتماد له تحریک وروسته پیل شو، لا هم دوام لري.
عمران خان په هر حالت کښې غواړي چې د وزیراعظمۍ په څوکۍ یو ځل بیا کیښني، هر څه چې کیږي نو هغه ته تیار دي، هغه آئین ماتوي، د وفاق او صوبو تر منځ ټکر غواړي، فواد چوهدري هم دغه شان ده يو ټويټ کړي چې پکښې وئيلي دي چې خپلو صوبائي حکومتونو ته دې واضحه کړي چې خلقو ووټ صرف د وزير جوړولو لپاره نه دے ورکړے د عمران خان د نيولو کوشش روان دے په خپل ټوئټ پيغام کښې فواد چوهدري وايي د مې د ۲۵مې پېښې او يا د شهباز ګل او سياسي کارکنانو نيول او تشدد، فواد چوهدري هغه وزیرانو ته په اشاره وایی چې تاسو کارکنان مايوسه کړي دي، د اسلام اباد په ۲۵ کلوميټرۍ کې واکمنان بدمعاشان شوي دي.
…….
نور خبرونه
په نړیوال کچ د عمران خان دا دومره لویه ستاینه او هرکلۍ ولۍ؟ رښتیا او حقیقت څه دې ؟
د آزاد کشمیر وزیراعظم تنویر الیاس په 100 ورځو کې فلاپ شو، کارکردګي صفر، غړو هم وینا وکړه
……….
د فواد چوهدري له دغه چلند څخه دا ډېره روښانه ده چې فواد چوهدري هڅه کوي چې خپل صوبايي حکومتونه له وفاقي حکومت سره په جنګ واچوی او یو بل ته مخامخ شی چې له امله به يې د دولت او صوبو تر منځ په چارو کې خامخا ترينګلتيا رامنځته شي.
هغه غواړی چې د پنجاب او خېبرپښتونخوا حکومتونوه له وفاق سره ټکر کړي، خو دا هېروي چې له وفاق سره ټکر اسانه کار نه دی.
د تحریک انصاف چیرمین عمران خان ته هم دا عادت دی چې د سول نافرمانۍ خبرې کوي، خلک د ادارو پر ضد هڅوي، دوی له حکومته د وتلو له وخته د کرسۍ غوښتنه کوي، کله کله غواړي چې د امریکا له غلامۍ ووځي بل اړخ ته عمران خان پخپله له امریکا څخه د مرستې غوښتنه کوي.
نور خبرونه
د عمران خان د نااهله کولو درخواست، اسلام آباد هایی کورټ په دې اړه بیا دلیلونه غوښتني دي
تنویر الیاس د بې باورۍ له وېرې د دولتي خزانې خوله خلاصه کړه او موټرونه یې ډالۍ کړل
د آزاد کشمیر وزیراعظم تنویر الیاس په 100 ورځو کې فلاپ شو، کارکردګي صفر، غړو هم وینا وکړه





