د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري د اسلام آباد هایکورټ په چیف جسټس عامر فاروق په نښه کړې،سختې نیوکې ی هم کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د اسلام اباد هائيکورټ قائم مقام چيف جسټس عامر فاروق په نښه کړي دي.
په خپل يو بيان كښې فواد چوهدري ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ قائم مقام چيف جسټس ته په اساساتو د پوهېدو ضرورت دې، قائم مقام چيف جسټس ته د بشري حقونو د تحفظ په اړه سبق زده كولو ته اړتيا ده۔
فواد چوهدري وئيلي دي چې زما سره د تشدد د تورونو په بې پامۍ د خفګان څرګندولو لپاره الفاظ نشته.
د پاکستان تحریک انصاف مشر زیاته کړه چې د تاوتریخوالی د حساسیت له امله د ریمانډ ورکولو څخه انکار کولو لپاره د مجسټریټ د ستاینې وړ دی.
ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د اسلام اباد جوډيشل مجسټرېټ د شهباز ګل د جسماني ريمانډ غوښتنه رد کړې وه او په جوډيشل ريمانډ يې پوليسو ته د سپارلو امر کړی وو.
………………
نور خبرونه
د پاکستان اطلاعاتو وزيرې په هېواد کې د سېلاب وضعيت ملي بېړنىۍ حالت اعلان کړې






