عمران خان د ترهګرۍ ضد عدالت ته مخامخ کیدو لپاره رارسیدلې دې

0
179

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کیدو لپاره رارسیدلې دې

د عمران خان پر ضد د ترهګرۍ ضد قانون لاندې يوې ښځينه ايډيشنل سيشن جج ته د ګواښلو په تور مقدمه درج شوې وه چې پکې يې د اسلام اباد هايي کورټ څخه د ضمانت قبلولو غوښتنه کړې وه.
عمران خان به نن د ګرفتارۍ نه وړاندې ضمانت لپاره د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کېږي چرته چې جج راجه جواد اورېدنه کوي.

د پي ټي ائي چئیرمین عدالت ته د حاضریدو لپاره بني ګاله څخه روان شوے دے، د هغه د پیشي نه وړاندې د فیډرل جوډیشل کمپلکس په شاوخوا کښې د امنیت سخت انتظامات شوي دي.
د ترهګرۍ ضد عدالت کښې د پي ټي آئي وکيلان موجو دې، په وکیلانو کښې فيصل چوهدري، علي بخاري او بابر اعوان شامل دي۔

د اسلام اباد هائيکورټ د عمران خان د درې ورځو ضمانت منظورولو وروستو هغه ته امر کړی چې د اګست تر ۲۵مې پورې اړوندې محکمې ته وړاندې شي.

د پي ټي آئي چيئرمېن په ضد مارګله پوليس سټيشن کښې د ترهه ګرۍ مقدمه درج کړې شوې ده۔
نور خبرونه

د هند پرنټ میډیا د هند د اسټبلشمنټ یو ایجنټ او ادارې په توګه کار کوي

امریکا کې یوې افغانې پېغلې ځان وژنه کړې ده 

Leave a reply