د هند پرنټ میډیا د هند د اسټبلشمنټ یو ایجنټ او ادارې په توګه کار کوي

باغی ټي وي رپورټ
د هند پرنټ میډیا د هندوستان حکومت او اسټبلشمنټ د یوې ادارې په توګه کار کوي.
که په دې تیر یو کال کښې د افغانستان په سیاسي بدلون نظر واچول شي نو په افغانستان کښې د تیر کال اګست ۲۰۲۱ نه د ا.ا حکومت راتلو سره د هند پرنټ میډیا بې بنیاده او جعلي خبرونه خپروي.
سږ کال ۲۰۲۲ د لومړې میاشت څخه تر نن پورې د هند پرنټ میډیا ۲۴۵ داسې راپورونه نشر کړي کوم چې په افغانستان کښې د ا.ط.ل.ب.ا.ن.و حکومت په ضد دي او د هند پرنټ میډیا د افغان حکومت په ضد یوه ښکاره جعلي او بې بنیاده پروپیګنډه کوي.
په افغانستان کښې سرچینو څخه معلومه شوې ده چې د هند پرنټ میډیا د افغانستان خلکو هم دې افغان حکومت په ضد را اوچتوي ، افغانان هم دې افغان حکومت په ضد کاروی او را پاروي ی چې په افغانستان کښې سیاسي او امنیتي ستونزې پیدا کړي او په افغانستان کښې ګډوډي رامنځ ته کړي چې هند خپلې شخصي ګټې ترلاسه کړي .
د هندي میډیا په افغانستان کښې د ګډوډې رامنځ ته کولو لوی ثبوت دادې چې هندي یو رسنې داسې راپور ورکړې چې په افغانستان کښې یو شمیر ښځینه وګړې د طالبانو په حکومت خفه دي او دوی ډار کوي چې د ط.ا.ل.ا.ن. نو حکومت سره به ددوی ستونزې زیاتې شي، هندی رسنې هم دا افغان ښځينه د یو ډال په توګه کاروي چې په افغانستان کښې ګډوډي او ناامني رامنځ ته کړي خو بل اړخ ته په افغانستان کښې په یو شمیر کښې داسې ښځینه غړې هم شته چې دوی د موجوده افغان حکومت سره هیڅ کومه ستونزه نه لري او وایی دوی هم ددې افغانستان موجوده اسلامي حکومت ملاتړ کوي چې دا څرګندوي چې هندي رسنې غواړي په افغانستان کښې بې ثباتي او ناامني راولي.
نور خبرونه
د پاکستان پر ضد د ټوېټر کمپاین، د هند او د ټوېټر مدیریت لاس وهنه په ډاګه شوه
…………………………….






