هندي رسنۍ افغانان د پاکستان دښمنۍ ته راپاروي

هندي رسنۍ افغانان د پاکستان دښمنۍ ته راپاروي
دوی افغانان راپارولي تر څو د پاکستان ضد کاروايي وکړي او پۀ هغوی هېڅ کله باور ونکړي.
یادې رسنۍ د کابل پوهنتون ط الب پلوي استاد فیض ځلاند سره مرکه کړې او د پاکستان خلاف او د افغانانو دښمنۍ جوړولو پۀ موخه یې ترینګلې پوښتنې لۀ نوموړي کړې دي.
(2022 / 8 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
څو ورځې وړاندې د هند یوه رسنۍ ( پرنچ نیوز) کابل ته راغلې وه او داسې موضوعات یې خپاره کړل چې ګواکې پاکستان د ا.ا.ا سره ” ډبل ګیم” کوي.
دوی ادعاء کړې چې پاکستان پۀ ظاهر کې لۀ ط البانو سره یو ډول چلند کوي او د پردې تر شا بیا د ط البانو خلاف عمل کوي.
دوی افغانان راپارولي تر څو د پاکستان ضد کاروايي وکړي او پۀ هغوی هېڅ کله باور ونکړي.
یادې رسنۍ د کابل پوهنتون ط الب پلوي استاد فیض ځلاند سره مرکه کړې او د پاکستان خلاف او د افغانانو دښمنۍ جوړولو پۀ موخه یې ترینګلې پوښتنې لۀ نوموړي کړې دي.
که څۀ هم پاکستان تر دې پخوا د هند دا ډول څرګندونې رد کړي او ویلي ؤ چې هند غواړي د پاکستان او افغانستان روابط خرابه کړي؛ خو تازه یې د یادې رسنۍ د خپرو شویو موضوعاتو پۀ اړه کوم رسمي دریځ ندی اعلان کړی.





