امریکا کې یوې افغانې پېغلې ځان وژنه کړې ده

امریکا کې یوې افغانې پېغلې ځان وژنه کړې ده
هوسۍ په خپل لیکلي پیغام کې زیاته کړې چې د اوښي لخوا یې پر خور په پرلهپسې ظلمونو د هغه د پلار په ګډون ټوله کورنۍ خبره وه خو هېڅ اقدام یې نه کاوه.
د هغې په وینا، له وادهشوې خور سره یې له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې زور زیاتی کېده او څو ځلې یې وهلې او ډبولې ده.
(2022 / 8 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکايي رسنۍ وايي چې په «ماساچوسټس» ایالت کې یوې افغانې پېغلې د خپلې کورنۍ د دریو غړو تر وژلو وروسته ځانوژنه کړې ده.
رسنیو د سیمهییزو چارواکو له قوله ویلي، دا افغانه ۳۱ کلنه پېغله ‘هوسۍ’ نومېږي چې لومړی یې د خپل پلار، د خور خاوند او د هغه سړي پلار په ډزو وژلي او وروسته یې ځانوژنه کړې ده.
د چارواکو په وینا، دا پېښه وړمه ورځ د وږي پر لومړۍ نېټه (اګسټ ۲۳مه) د امریکا د ‘ماساجوسټس’ په «لیین» ښار کې شوې ده.
که څه هم تر اوسه د دې پېښې اصلي علت نه دی په ډاګه شوی، خو تر پېښې څو ساعته مخکې دې نجلۍ (هوسۍ) پر خپل فېسبوک د اوښي لخوا پر خپلې خور د زور زیاتي شکایت کړی و.
هوسۍ په خپل لیکلي پیغام کې زیاته کړې چې د اوښي لخوا یې پر خور په پرلهپسې ظلمونو د هغه د پلار په ګډون ټوله کورنۍ خبره وه خو هېڅ اقدام یې نه کاوه.
د هغې په وینا، له وادهشوې خور سره یې له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې زور زیاتی کېده او څو ځلې یې وهلې او ډبولې ده.
د راپورونو له مخې، دا کسان په بېلابېلو ځایونو کې د هوسۍ لخوا په ډزو وژل شوي دي.
پولیسو ویلي، د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.






