د عمران خان راوستونکي به بیا داسې غلطي و نه کړي، په دریم پړاو کښې به عمران خان ته خپل نږدې ملګري خدای په امانی اووایی: منظور وسان

0
68

باغی ټي وي رپورټ
دپيپلز پارټۍ مشر منظور وسان وئيلي دي چې دعمران خان پلويان به بيا داسې غلطي نۀ کوي.

د سندهـ هائي کورټ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې منظور وسان وئيلي دي چې د ملک حالات مخ په ښه کېدو نه دي، د عمران خان پلويان او راوړونکي به بيا داسې غلطي نه کوي، خلک به ورو ورو د عمران خان او د هغه د ډېرو نزدې ملګرو نه ځان لرې کوي.
خبريال له منظور وسان وپوښتل چې آيا هغه به تاسو قبولې کړې؟ چې په ځواب کې يې د پيپلز ګوند مشر وويل، يقيناً سياست سياست دی او په دې کښې قبول کیږي،
د پیپلز ګوند مشر اوویل چې کله چې دريم پړاو راشي، نو د عمران خان نږدې ملګري به هم هغه ته خداي په اماني اووایی.
دا خبره مهمه او د یادونې ده چې په دې لنډ تیر وخت کښې هم منظور وسان په یو بیان کښې ویلي وو چې د بهرنو مالي مرستو فيصلې نه پس د عمران خان او تحريک انصاف راتلونکې په خطر کښې دے.

خپل يو بيان کښې منظور وسان ویلي وو چې عمران نيازي اوس په بيانونو او ګواښونو قسمونو ته راغلى دى، هغه پړ دى، اوس به له هيڅ ځايه هغه ته کلين چټ په لاس را نه شي.
……………..
نور خبرونه

پخواني ججانو عمران خان ته مشوره ورکړې ده چې بې شرط بخښنه دې اوغواړي، که داسې و نه کړي هغه ته د ستونز پیدا کیدو امکان شته

Leave a reply