پخواني ججانو عمران خان ته مشوره ورکړې ده چې بې شرط بخښنه دې اوغواړي، که داسې و نه کړي هغه ته د ستونز پیدا کیدو امکان شته

باغی ټي وي رپورټ
پخواني قاضي القضات او حقوق پوهان وايي، چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان باید په غیر مشروط ډول بښنه وغواړي، که بښنه ونه غواړي او قضیه ودروي، ښايي د هغه لپاره ستونزې جوړې شي.
جيو نيوز پروګرام کښې شاه زيب خانزاده سره خبرو کښې جسټس ريټائرډ رشيد اے رضوي اوويل چې عمران خان دې دا د انا مسله نه جوړوي او بې شرطه معافي دې وغواړي۔
د قانوني چارو کارپوه شاه خاور وايي په داسې کېسونو کې تر ټولو لوی دفاع بې مشروط معافي ده، دا کېس لږ حساس دی ځکه چې هائي کورټ پخپله نوټس اخستی دی.
جسټس ريټائرډ ناصره جاويد وئيلي دي چي عمران خان ته خطره کيدے شي ډير نقصان به ورته رسي، که عمران خان بښنه وغواړي نو محکمه به هغه معاف کړي، نوموړي اوویل چې که څه هم ورته لږه سزا اعلان شوه نو پخپله به نااهله شي۔
…..
نور خبرونه
د پاکستان پر ضد د ټوېټر کمپاین، د هند او د ټوېټر مدیریت لاس وهنه په ډاګه شوه
د آزاد کشمیر وزیراعظم تنویر الیاس په 100 ورځو کې فلاپ شو، کارکردګي صفر، غړو هم وینا وکړه






