تنویر الیاس د بې باورۍ له وېرې د دولتي خزانې خوله خلاصه کړه او موټرونه یې ډالۍ کړل

0
93

تنویر الیاس د بې باورۍ له وېرې د دولتي خزانې خوله خلاصه کړه او موټرونه یې ډالۍ کړل

د ټولنيزې شبکې په وېبپاڼه ټوېټر يوه کاروونکي ټوېټ کړې او ويلي يې دي چې دا د آزاد کشمير د لومړي وزير تنوير الياس زامن او وراره دي چې د لومړي وزير له موټر سره د اسلام اباد پر سړکونو ګزمه کوله. خلکو ته له یوې خوا د روغتون، ښوونځي او کالج په څېر اساسي اسانتیاوې نه ورکول کېږي او له بلې خوا د ولس په پیسو عیش او عشرت کېږي.

(2022 / 8 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د عدم اعتماد تحريک له وېرې د آزاد کشمير وزيراعظم د پارليماني سيکرټري پشمول د اسمبلۍ ټولو غړو ته د ګاډو تحفې ورکړې دي۔ بلخوا په بلدياتي انتخاباتو کې د مالي وسائلو د نشتوالي له وجې له بلې خوا د اربونو روپو لگژري ګاډي بې له کوم امتيازه ورکړل شوي دي، د ګاډو په پېرودلو د ماليې وزارت اعتراضونه هم ختم شوي دي.
د آزاد کشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس د آزاد کشمير اسمبلۍ غړو او د تحريک انصاف سره تعلق لرونکي پارليماني سيکرټرانو ته نوي لگژري ګاډي ورکړي دي۔ دغه ګاډي د اسلام اباد په کشمير هاؤس کې دغو غړو ته ورکړل شوي او د دغو ګاډو عکسونه هم په سوشل ميډيا وايرل شوي، دا ګاډي څنګه ورکړل شوي؟ د دوی د پټرول، ساتنې، موټر چلوونکي او نور لګښتونه به څوک پر غاړه واخلي؟

ایا دولت یې توان لري؟ ایا د مالیې څخه رسمي اجازه ترلاسه شوې ده؟ د آزاد کشمير حکومت سپريم کورټ کښې وئيلي دي چي د وسائلو کمي ده ولي حکومت بچ کولو لپاره په ګاډو باندي اربونه خرچه شوي دي د وسائلو کمي نه ده دغه کار ناکامه کولو لپاره ګاډي تقسيم کړي شوي ولي سردار تنوير الياس نه دي ورکړي د وسایطو ورکولو لپاره کوم توضیحات. داسې اوازې هم شته چې د آزاد کشمیر د سرکاري ګاډو نه په ازاده توګه کار اخیستل کیږي، نه یوازې د تنویر الیاس زوی بلکې د هغه خپلوان هم د آزاد کشمیر له دولتي موټرو څخه استفاده کوي.

د آزاد کشمیر د مشر زوی یو عکس هم په ډاګه شوی چې پکې هغه دی. په سرکاري ګاډي کې سفر کوي په دغه ګاډي کې دآزاد کشمير رسمي بيرغ هم ځوړند وي حکومت دغه ګاډي څنګه په پروتوکول سره استعمالوي؟ د آزاد کشمیر وزیراعظم د غیرقانوني کارونو ذمه واري ده، د عامه خزانې غلط استعمال کیږي او څوک ترې پوښتنه هم نه کوي.

Leave a reply