د نړۍ قوتونه، بشري حقونو سازمانونه او ملګري ملتونه عمران خان پاکستان کښې بغاوت ته هڅوي: د مولانا فضل الرحمان وینا

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ډیموکریټک غورځنګ (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د بشري حقونو سازمانونه، ډله ییزې رسنۍ او ملګري ملتونه عمران نیازي بغاوت ته هڅوي.
په یو بیان کې مولانا فضل الرحمان ویلي چې په پاکستان د عمران خان د بیا مسلطولو هره هڅه به ناکامه کړي.
مولانا فضل الرحمان وويل دبشري حقونو تنظيمونه، نړيوال ميډيا اؤ ملگري ملتونه عمران خان بغاوت ته هڅوي، صهيونستي لابي غواړي دهغه باغي کارنامې په ډيموکراسۍ پټې کړي اؤ صهيونستي لابي عمران خان ته دوکه ورکوي اؤ بيا يې مخې ته او واک ته راوستل غواړي.
د پي ډي ايم مشر وويل د پاکستان رياستي ادارې تر سختو نړيوالو فشارونو لاندې دي، رياستي ادارې د ممنوع الخروج فنډنګ په مقدمه کې د هر ډول اقدام د ځنډولو په پاليسۍ عمل کوي، که د قامي مجرم په ضد د کارروايۍ مخه ونيول شي نو جي يو آئي به خپل کردار ادا کړي.
هغه وويل زه غواړم چې دملګرو ملتونو او دبشري حقونو فورمونو څخه پوښتنه وکړم چې عمران خان ولې ددوي د خواخوږۍ مرکز دى؟ د عمران په حکومت کې د پخواني وزیراعظم خلاف انتقامي کاروائي ترسره شوې، د پخواني وزیراعظم په ضد ملکې ادارې وکارول شوې، د عمران خان غلاګانې د الېکشن کمېشن له لارې مخې ته راغلي دي.
هغه وویل مونږ غواړو صهیونیسټي قوتونو او ملګرو ملتو ته د عمران خان د ملاتړ په اړه څرګنده کړو چې مونږ دولس کاله مخکې ویلي وو چې عمران خان له اسرائیلو او هندوستان څخه مالي مرستې ترلاسه کړي دي او د مسلطولو هر ډول هڅه کیږي. هغه اوویل چې په پاکستان به باندې به یو ځل بیا د عمران خان مسلط کولو هڅه شنده کړو، هغه اوویل چې مونږ میدان کې یو، زموږ کارګران او ولس ژوندی دې او هر اقدام به یې شنډ کړو.
نور خبرونه
سندهه حکومت سیلاب ځپلو سره مالي مرستو په اړه یو لوی اعلان کړې دې
د خیبر پښتونخوا په اپر دیر کښې د یو خاندان ۵ پینځه ماشومان سیلاب وړي دي




