وزیرانو، اسمبلۍ غړیو خپل معاشونه سیلاب ځپلو کورنیو ته ورکولو پریکړه کړې ده
باغي ټي وي رپورټ
سندهه حکومت د سېلاب ځپلو لپاره د سېند سېلاب امداد فنډ جوړ کړی دی.
د سندهه وزيراعلي مراد علي شاه، وزيرانو، د اسمبلۍ غړو او سلاکارانو د يوې مياشتې تنخواه امدادي فنډ ته د ورکولو اعلان کړې دې.
د سندهه حکومت د ۱۷ نه تر ۲۲ درجې پورې افسران به د پينځو ورځو تنخوا د متاثرينو فنډ ته ورکوي او د يو نه تر ۱۶م ګريډ پورې د ملازمینو دوه ورځو تنخوا به امدادي فنډ کښې ورکوي.
د سندهه فلډ ریلیف فنډ جوړولو نوټیفیکیشن هم جاري کړی شو.
نور خبرونه
د خیبر پښتونخوا په اپر دیر کښې د یو خاندان ۵ پینځه ماشومان سیلاب وړي دي
پاکستانۍ اولس دې چمتو وي، پیټرولیم مصنوعات به نور هم ګران شي، آیی ایم سره معاهده شوې ده










Leave a Reply