پاکستانۍ اولس دې چمتو وي، پیټرولیم مصنوعات به نور هم ګران شي، آیی ایم سره معاهده شوې ده

0
102

باغی ټي وي رپورت
د پاکستان د حکومت لخوا د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) ته د لیږل شوي خط له مخې، په پټرولیم د سیلز مالیه او د کرنې سکتور د مالیاتو معافیت پای ته رسیدو امکان لري.

د لیټر آف انټینټ له مخې د اکتوبر نه به په پټرولیم مصنوعاتو باندې 10.5 فیصده سیلز ټېکس ولګول شي چې له دې وروسته به د پټرولیم مصنوعاتو په نرخونو کې د 20 روپو في لیټره زیاتوالي امکان وي.
ارادې په لیک کې راغلي چې که د مالیاتو هدفونه کم شي د کرنې سکتور لپاره به د پلور مالیه معافیت لرې شي ، په داسې حال کې چې IMF ته ډاډ ورکړل شوی چې د کرنیزو درملو ، سرې او ټراکټورونو د پلور مالیه معافیت به لرې کړي.
په ليټر آف انټينټ کې وئيل شوي دي چې په زرعي سکټور باندې د ټيکس معافيت ختمولو سره به 150 اربه روپۍ عايد ترلاسه شي.

د IMF د لیټر آف انټینټ له مخې په ټیر 1 او ټیر 2 سګرټو باندې به نور اضافي ټیکسونه ولګول شي او په شوګر مشروباتو د ټېکس لګولو سره به تر 60 اربه روپو پورې عواید راټول شي.

د لیټر آف انټینټ کې ویل شوي چې که د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې هدفونه ترلاسه نه شول، نو د اکتوبر څخه به ګامونه پورته شي.
د يادونې وړ ده چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان او اى اېم اېف تر منځ د هوکړې پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او پاکستان اى اېم اېف ته د تړون ليک استولى دى.
نور خبرونه

د پاکستان مرکزي بانک شخصي بانکونه ته لارښوونه کړې چې د سیلاب ځپلو لپاره فنډ کښې چنده واچوي

د عمران خان د نااهله کولو درخواست، اسلام آباد هایی کورټ په دې اړه بیا دلیلونه غوښتني دي

Leave a reply