د پاکستان مرکزي بانک شخصي بانکونه ته لارښوونه کړې چې د سیلاب ځپلو لپاره فنډ کښې چنده واچوي

0
173

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سټيټ بينک د تجارتي بينکونو مشرانو ته يو لیک جاري کړے دے چې پکښې تجارتي، مائيکرو فنانس بينکونو ته لارښوونه شوي چې د سيلاب فنډ په اړه ضروري ګامونه پورته کړي.

د سټيټ بينک اف پاکستان لخوا په ليږل شوي خط کې غوښتنه شوې چې ټول بينکونه دې په خپلو څانگو کې د سيلاب امدادي فنډ بينرونه ښکاره کړي، د ويب سائټ، اے ټي ايم سکرینونو له لارې دې هم اعلان وکړي.
سټيټ بينک وايي، پېرودونکي دې وهڅول شي چې د سېلاب ځپلو فنډ ته بسپنې وسپاري، د بانک پېرودونکو ته دې ايس ايم ايس الرټ هم ولېږل شي، د روشن ډيجيټل اکاونټونو لرونکي پېرېدونکي دې هم خبر شي.

په خپل لیک کې، سټیټ بانک بانکونو ته هم لارښوونه کړې چې د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو له لارې اعلانونه وکړي.
د سیلاب ځپلو سره د مالي مرستې لپاره د پاکستان مسلم لیګ ن په ټولنیزو رسنیو پانړه هم اپیل شوې چې اولس دې د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره چنده ورکړي چې د سیلاب خپلو سره مرستې وشی او په دې دۍ سخت وخت کښې ددوی په کار راشي.

نور خبرونه

د عمران خان د نااهله کولو درخواست، اسلام آباد هایی کورټ په دې اړه بیا دلیلونه غوښتني دي

د تهایی لینډ آیینې ادارې ددې هیواد فوځ څخه ټاکل شوې وزیراعظم د خپلې څوکۍ څخه لرې کړې دې

Leave a reply