د عمران خان د نااهله کولو درخواست، اسلام آباد هایی کورټ په دې اړه بیا دلیلونه غوښتني دي

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ يو ځل بيا د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر عمران خان د نااهلي کولو درخواست د منظورۍ په اړه دلیلونه غوښتي دي.
د اسلام آباد هائي کورټ قائم مقام چيف جسټس عامر فاروق ليکلي حکم جاري کړے دے۔
عدالت درخواست کوونکي ته هدايات ورکړي چې په راتلونکې اوريدنه کې د درخواست د اوريدو په اړه دلائل وړاندې کړي.
محکمه وايي، د قومي اسمبلۍ د غړي د نااهلۍ اړوند درخواست د اوریدلو قابل جوړولو په اړه اساسي پوښتنه ده.
په ليکلي حکم کې ويل شوي چې د درخواست کوونکي له مخې عمران خان د نامزدګۍ په کاغذونو او حلف کې د خپلې لور معلومات پټ کړي دي، د درخواست کوونکي په وينا د عمران خان لور په برطانيې کې ژوند کوي.
اده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د اګست په 22 مه نيټه د پي ټي آئي چيرمين عمران خان نااهلي لپاره دائر درخواست باندي خپله فيصله محفوظ کړي وه۔
د سترې محکمې د استفسار په اړه د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد د یوه اوسېدونکي محمد ساجد وکیل ویلي، چې عمران خان د نوماندۍ په کاغذونو کې خپله لور ټیریان نه ده ښکاره کړي.
نور خبرونه
د پاکستان ټاکنو کمیشن عمران خان او اسد عمر ته امر کړې چې ۵۰، ۵۰ زره روپۍ جرمانه ادا کړي





