د تهایی لینډ آیینې ادارې ددې هیواد فوځ څخه ټاکل شوې وزیراعظم د خپلې څوکۍ څخه لرې کړې دې

0
75

باغی ټي وي رپورټ
د تایلینډ د اساسي قانون محکمې د تایلینډ لومړی وزیر پریواتهه چان اوچا د رسمي دندې ترسره کولو څخه وځنډاوه.

د بهرنۍ خبري ادارې ترمخه د تهايلېنډ د مرکزي اپوزيشن ګوند لخوا د وزيراعظم د اته کلنې دورې په حد کې د بيا کتنې غوښتنه شوې وه چې په اړه يې د اساسي قانون محکمې د اورېدنې پرېکړه وکړه او د وزيراعظم دنده يې معطل کړه.

د محکمې د حکم له مخې، پرایواتهه چان اوچا به د قضیې تر پرېکړې پورې د لومړي وزیر په توګه خپله دنده ترسره نه کړي.
محکمې پرایوتهه چان اوچا ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی چې خپل ځواب وړاندې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اپوزیسیون له خوا په جمع شوې درخواست کې پرېکړه شوې، چې د پوځ د مشر په توګه د لومړي وزیر له خوا لګول شوی وخت هم باید په اساسي قانون کې ټاکل شوې ۸ کلنه موده کې وشمېرل شي.

یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د تهایلینډ د فوځ مشر پرایوتهه چان او چان د منتخب حکومت له نسکورولو وروسته واک په لاس کې واخیست او وروسته یې په ۲۰۱۹ کال کې د فوځ له خوا د جوړ شوي اساسي قانون له مخې تر ټاکنو وروسته ملکي لومړی وزیر شو.په تهایلنډ کې راتلونکې عمومي ټاکنې د راتلونکي کال په مې میاشت کې کېږي.
نور خبرونه

د امریکا میډیا راپور خپور کړې چې قطر په پاکستان کښې د پانګونې پخلې کړې دې

د پاکستان ټاکنو کمیشن په کراچۍ کښې هم بلدیاتي ټاکنې ځنډولي دي

Leave a reply