د امریکا میډیا راپور خپور کړې چې قطر په پاکستان کښې د پانګونې پخلې کړې دې

0
81

باغی ټي وي رپورټ
امریکايي رسنیو په خپل راپور کې ویلي، چې د قطر حکومت په پاکستان کې د پانګونې پخلی کړی دی.

د بلومبرګ امریکايي خپرونې په وینا، په پاکستان کې د پانګونې پرېکړه د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ترمنځ په لیدنه کې شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د قطر ویلتهه فنډ په پاکستان کې د درې میلیارده ډالرو پانګونې په اړه غور کوي، قطري فنډ ښايي د پاکستان په هوايي ډګرونو (کراچۍ او اسلام اباد) او د میلمه پالنې په صنعت کې پانګونه وکړي.
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې قطر په پاکستان کې د درې میلیارده ډالرو پانګونې اعلان کړی دی او د قطري ورځپاڼې (دي پننسولا) د راپور له مخې، د قطر د پانګونې ادارې اعلان کړی چې د پاکستان د اقتصاد په مهمو برخو کې د درې میلیارده ډالرو پانګونې پلان لري.
نور خبرونه

قطر هیواد به پاکستان کښې د درې ملیارده ډالرو پانګونې اعلان کړې دې

Leave a reply