قطر هیواد به پاکستان کښې د درې ملیارده ډالرو پانګونې اعلان کړې دې

0
176

باغی ټي وي رپورټ
قطر په پاکستان کې د درې میلیارده ډالرو پانګونې اعلان کړی دی.

د قطري ورځپاڼې (دي پننسولا) د راپور له مخې، د قطر د پانګونې ادارې اعلان کړی چې د پاکستان د اقتصاد په مهمو برخو کې د درې میلیارده ډالرو پانګونې پلان لري.
د ورځپاڼې په وینا، دا اعلان نن د لومړي وزیر شهباز شریف او د قطر د امیر ترمنځ د کتنې پر مهال وشو.

بل لوري ته دسرچينو له مخې قطر به سمدستي په پاکستان کې په بيلا بيلو سکټورونو کې درې اربه ډالره پانګونه کوي.
د قطر هیواد له لوري په پاکستان کې د انرژۍ او سیاحت په برخو کې پانګونه کولو څرګندونه شوې .د امریکايي مجلې بلومبرګ د راپور له مخې، د قطر د پانګونې اداره به په پاکستان کې د پانګونې د ځایونو شمېر وڅېړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د قطر د پانګونې ادارې چارواکي وايي، په پاکستان کې د پانګونې لپاره ۳ میلیارده ډالرو سرمایه کارۍ جایزه اخستل کیږي.

سرچینه وايي، قطر د کراچۍ او اسلام اباد په هوايي ډګرونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.سرچینې دا هم ویلي چې د قطر د پانګونې اداره به په لنډ ممکن وخت کې د پانګونې ډاډ ترلاسه کړي.
نور خبرونه

د ډالر په مقابله کښې پاکستانۍ کلداره نوره هم کمزورې شوې ده

اسلام آباد هایی کورټ عمران خان د عدالت د سپکاوي لیکلې امر جاري کړې دې

Leave a reply