د ډالر په مقابله کښې پاکستانۍ کلداره نوره هم کمزورې شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
په هیواد کې پاکستانۍ روپې د ډالر په مقابله کښې نوره هم کمزورې شوې ده، او ډالر نر خ نور هم زیات شوې دې.
په ازاد بازار کې ډالر د ۷ روپو په مقابل کې په ۲۲۹ روپۍ ته اوچت شوې دې، په انټربینک کې هم د ډالر بیه ۷۲ روپۍ او د کاروبار په پای کې ۲۱۸ روپۍ ۳۸ پېسې شو.
دا خبره مهمه ده چې پرون ورځ د پاکستان سټاک ایکسچینج په اړه ښه خبرونه راغلي وو.
د پاکستان سټاک ایکسچینج پرون کاروبار مثبته ورځ وه او د 100 انډیکس 540 پوائنټونو ته لوړ شو.
د پاکستان سټاک ایکسچینج 100 انډیکس د کاروباري ورځې په مهال د 540 پوائنټونو زیاتوالي سره مخ شو چې وروستو کاروبار په 43 زره 366 پوائنټونو ختم شو.
پرون په بازار کې د 32 کروړه حصص کاروبار وشو، د ونډو بازار د کاروبار ارزښت 9 ارب 65 کروړه روپۍ وو.
د بازار سرمایه 77 اربه روپۍ لوړیدو سره 7211 اربه روپۍ دې.






